هغه کس چې د المان په پوځ کې یې کار کاوه ایراني استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور د المان په کوبلنس ښار کې محاکمه کېږي. د عبدالحمید په نامه دا ۵۱ کلن کس چې په خټه افغان دی د المان له پوځ سره یې د ترجمان او مشاور په توګه کار کاوه او یو کال وړاندې د المان په راین لنډ فلز ښار کې وروسته تر هغه ونیول شو چې ورباندې ایراني استخباراتو ته د جاسوسۍ شک پیدا شو. د حمید ښځه هم تورنه پېژندل شوې خو پولیسو یې تر اوسه د نیولو اقدام نه دی کړی. د شپیګل مجلې د راپور له مخې، حمید په افغانستان کې هم د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه حساسو معلوماتو ته لاس لاره. د نوموړي محاکمه د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې به دوام وکړي.





























