د کندهار ولایت چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یو کور د چت نړېدو پېښې له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د والي ویاند بهیر احمدي ویلي چې دا پېښه د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کې رامنځته شوې ده. د هغه په خبره په پېښه کې څلور ماشومان مړه شوي او اته نور سخت ژوبل دي. احمدي زیاتوي، پېښه په هغه کور کې رامنځته شوې ده چې نجونو پکې دیني زده کړې کولې. د هغه په وینا دا کور د زیاتو بارانونو له امله زیانمن شوی و. هغه د پېښې لامل د یادې مدرسې د مسوولینو بې غوري بللې ده. د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو د کندهار تر څنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم مرګ ژوبلې اړولې او دغه راز یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.





























