سره له دې چې امنیتي ادارو په ځلونو په کابل ښار کې د نوي امنیتي پلان د عملي کېدو او اقداماتو خبر ورکوي، خو دغه ښار لا هم نا امنه دی. نږدې هره شپه او ورځ په کابل ښار کې وحشتناکې او بوږنوونکې جنايي پېښې رامنځ ته کېږي، چې ځینې یې تر رسنیو او حکومتي ادارو رسېږي، خو ځینې یې بیا پټې پاتې شي. همدا وړمه ورځ ماښام په کابل ښار کې وحشتناک جنایت تر سره شوی، خو امنیتي ادارې تر اوسه د دغه جنایت عاملین او لامل نه دی معلوم کړی. اجرایه رییس، مشرانو جرګې او نورو ارګانونو د دې پېښې پلټنه غوښتې ده.
د کابل ښار د ډېری ناحیو اوسېدونکي په وروستیو کلونو کې خپله ورځ د جنايي خبرونو په اورېدو پیلوي او پای ته رسوي. نږدې په هره ساحه کې وسله والې غلاوې او یا تښتونې کېږي. په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ناامنیو پر ضد پراخ کمپاین پیل شو، چې کورنیو چارو وزارت اړ شو په دې اړه اقدامات وکړي. د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کابل ښار د امنیت لپاره یې اوپراتیفي یو میاشتني عملیات پیل کړي او د دغه ښار د امنیت لپاره به اقدامات کوي؛ خو تر اوسه په وضعیت کې محسوس بدلون نه دی راغلی.
وړمه ورځ ماښام مهال د کابل ښار د جنګلک په سیمه کې یوه کور ته ناپېژانده کسان ورځي او د دغه کورنۍ څلور غړي د تبر او ترښځې په ګوزارونو وژني. د کورنۍ مشر د ترانسپورټ وزارت کارکوونکی دی او وایي چې له هېچا سره شخصي مشکل نه لري. دغو کسانو په دې کور کې دری ماشومان او یوه مېرمن وژلي دي. پرون وژل شوي کسان په پغمان کې خاورو ته وسپارل شول او نږدې خپلوان یې حکومت د امنیت په تامین کې پړ بولي. د دوی په خبره، حکومت نه دی بریالی شوی چې ان د پلازمېنې کابل امنیت تامین کړي او له دې امله قاتلینو، غلو او غیر مسوولو وسله والو ته زمینه برابره شوې چې په هر ډول وحشت او جنایت لاس پورې کړي.
د وژل شوو ماشومانو ماما محمد قاسم وایي، حکومت پر دې نه دی بریالی شوی چې امنیت تامین کړي، نو اوس ضرور ده چې د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي. هغه وايي: «حکومت باید دوی ونیسي، هر څوک چې مراعات ورسره وکړي، هغه په دې قتل کې شریک دي».
جنازې ته راغلو نورو خلکو هم پر حکومت سختې نیوکې وکړې او وایي، دوی به کله د ولس غږ اوري او څه وخت به امنیت تامینوي. د میلاد په نوم د دې کورنۍ یو نږدې خپلوان وايي، د حکومت مشران ناکام دي. هغه وايي: «دا څه ډول حکومت دی، د خلکو امنیت نه دی تامین، در ټول کړئ دا خوسا حکومت».
دا یوازینۍ وحشتناکه پېښه نه ده چې په کابل ښار کې رامنځ ته کېږي، بلکې څه موده وړاندې د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې هم د یوې کورنۍ غړي د وسله والو په برید کې ووژل شول. وسله وال شپه مهال دغه کور ته ورغلي وو او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د دې کورنۍ څو غړي وژلي وو. حکومت هغه مهال هم ژمنه کړې وه چې د کابل امنیت به تامینوي او د جنايي پېښو په کچه کې به د پام وړ بدوالی راشي.
کورنیو چارو وزارت د تازه پېښې په اړه څه نه وایي، خو ټینګار کوي چې دوی به هر اړخیزه پلټنه کوي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریکوي.
بلخوا اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د کابل ښاریان د امنیت له اوسني وضعیته شکایت لري او په خبره یې، د دې وحشتناکې پېښې په اړه باید هر اړخیزې پلټنې وشي. عبدالله عبدالله امنیتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې ارو مرو دې د دې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار هم په پرونۍ غونډه کې دا پېښه زړه بوږنوونکې بللې ده او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د کابل ښار د امنیت لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.





























