واشنګټن ټایمز امریکایي نشریه په خپل یو مطلب کې لیکي، ایران به هڅه وکړي چې د طالبانو او ایران پلوه وسله والو پر مټ امریکا په افغانستان کې ماته کړي. د سرچینې په خبره همدا اوس طالبان په مشهد او د ایران په ځینو نورو برخو کې مرکزونه لري، د کوټې له طالبانو سره مستقیمه اړیکه لري او ان داسې ګومان کېږي چې ایران طالبانو ته ځینې عملیات هم پلانوي. واشنګټن ټایمز لیکي چې طالبان د ایران له ملاتړه برخمن دي او دغه هېواد غواړي دوی د امریکا پر وړاندې ودروي. په مطلب کې وړاندې راځي چې څومره له طالبانو سره د سولې هوکړه ځنډول کېږي دومره له دې فرصت ایران استفاده کوي او همدا اوس هم په دې لټه کې دی چې د سولې د کېدو مخه ونیسي او له طالبانو سره اړیکې نږدې کړي.





























