د کونړ ځایي چارواکي وایي چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو د افغان پوځ پر پوستو ډزې کړې دي چې افغان ځواکونو جدي غبرګون ښودلی دی. تر اوسه دا نه ده معلومه چې د افغان پوځ په بریدونو کې څومره پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو پاکستاني عسکر اړ شوي چې د توغندیو بریدونه وکړي. د توغندیو په بریدونو کې درې افغان پولیس ټپیان شوي دي. افغان لوری وایي پاکستاني عسکر وخت ناوخت ځکه دغه ډول بریدونه کوي، چې غواړي په سیمه کې نوې پوستې جوړې کړي خو افغان سرتېري به ددې کار اجازه ور نه کړي.





























