پخوانی امریکایي ديپلومات وایي یوازې د سولې هوکړه افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راوستلی. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی مارک ګروسمن وايي د سولې هوکړه یوازې کاغذ دی نو دا د افغانستان لپاره ثبات نه شي راوستلی. دده په وینا د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته هم افغانان باید د ثبات او سولې لپاره مبارزه وکړي او لا هم دغه هېواد ته د ثبات راتګ سخت او ستونزمن کار دی. ګروسمن دغه راز وایي، چې د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره امریکا بېړه نه لري که یې بېړه لرلی نو په لومړیو میاشتو کې به دغه هوکړه لاسلیک شوې وه. هغه هیله څرګنده کړې چې د بهرنیانو له مداخلې پرته په افغانستان کې ثبات راشي، د سولې هوکړه لاسلیک شي او ښکېل لوري د خپل هېواد د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي.





























