د هېواد له فضا د پروازونو په ډېرېدو د هوانوردۍ ادارې عایدات ډېر شوي دي. دغه اداره وایي چې هره ورځ تر څلور سوه پورې الوتکې د افغانستان له فضا تېرېږي او له هرې الوتکې په منځنۍ توګه ۷۰۰ ډالر حق العبور اخیستل کېږي. ددغه ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وایي چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې تر وېشتل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا پروازونه ډېر شوي دي. دده په خبره که وضعیت عادي حالت ته راوګرځي نو بیا هم د سیمې ځينې هېوادونه غواړي له دې وروسته د افغانستان فضا وکاروي. وفايي زاده وایي چې اوس دوی هره ورځ تر سل زره ډالره پورې د الوتکو د تېرېدو له امله عایدات لري.