پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د تاوتریخوالي کمول که اوربند؛ طالبان: یوازې د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره تاوتریخوالی کموو

جنوري 22, 2020
in افغانستان
0 0

طالبان وایي، دوی له خپل لوري د تاوتریخوالي کمولو طرحه جوړه کړې ده او اوس امریکا ته پکار ده چې دغه طرحه ومني. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی یوازې د دې لپاره تاوتریخوالی کموي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي. نوموړي په تازه مرکه کې ویلي چې له امریکا سره پر مهمو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي او ډېره ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي. بلخوا افغان سیاستوال بیا پر دې باور دي چې د تاوتریخوالي کمول له سولې سره مرسته نه شي کولی او باید اوربند وشي.

د سولې له تودو خبرونو سره همهاله د اوربند او تاوتریخوالي کمولو موضوع هم د رسنیو سرټکی وي. په دې وروستیو ورځو کې ډېرو افغان چارواکو، سیاسیونو، طالبانو او بهرنیو هېوادونو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په اړه نظر څرګند کړی دی. اوس تازه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او د سولې هوکړې د لاسلیک پر راتلونکو اقداماتو خبرې کوي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین تازه له یوې ایرانۍ رسنۍ سره مرکه کړې ده او په هغه کې یې ویلي چې دوی یوازې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره تاوتریخوالی کموي او امریکايي لوری به هم په دې موده کې پر دوی برید نه کوي. هغه ویلي، دا د اوربند په مانا نه ده او دوی اوربند نه کوي.

شاهین ویلي، له امریکایي لوري سره پر څلورو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي. لومړی دا چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي. دویم دا چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې استفاده نه کېږي. درېیم دا چې تاوتریخوالی به کمېږي او څلورم دا چې بین الافغاني خبرې به پیلېږي. ده ټینګار کړی چې د دوی هدف له افغانستانه د امریکایي عسکرو ایستل دي. د شاهین په خبره، امریکايي عسکر افغانستان ته راغلي دي او دوی که د سولې او مذاکراتو او یا هم جګړې له لارې بهرنیان له افغانستانه وباسي، خو ښه به وي چې دا کار د مذاکراتو پر مټ وشي.

بلخوا په افغانستان کې هم دې مسئلې د افغان سیاسیونو غبرګونونه له ځان سره لرل. پخواني ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ ویلي وو، چې دوی د سولې ملاتړ کوي او حکومت باید د اوربند نه کېدل د سولې د راتګ په لار کې خنډ ونه ګرځوي. کرزي ویلي وو چې پر اوربند به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي او طالبان باید تیار کړل شي چې اوربند ته غاړه کېږدي. ده داسې ښودلې وه چې ګواکې حکومت د اوربند په پلمه غواړي د سولې د راتګ خنډ شي.

بلخوا اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم په تازه څرګندونو کې ویلي وو، چې سوله د ټولو افغانانو هیله او ارمان دی او د یوه کس د نظر او یوه وزارت په اقداماتو دې د دې مهمې پروسې په اړه پرېکړه نه کېږي. عبدالله ټينګار کړی و، چې سوله باید انحصار نه شي او تر یوه وزارت یا د یوه کس تر فکر او نظر پورې محدوده نه شي. ده هیله څرګنده کړې وه چې ټول اړخونه په یوه خوله د سولې لپاره منظم اقدامات تر سره کړي.

بلخوا د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم تازه د سولې او اوربند په اړه خپل نظر څرګند کړی دی. نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له طالبانو سره امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کوي، نو په مقابل کې یې باید دا تظمین موجود وي چې طالبان به له افغان لوري سره هم هوکړې ته رسېږي. نوموړي د تاوتریخوالي کمول هم د اوربند او سولې یوه لار بللې وه، خو ټینګار یې کړی و چې طالبان دې بیا په بین الافغاني خبرو کې ارو مرو اوربند ته غاړه کېږدي.

د اوربند مسئله داسې مهال توده ده چې امریکایان هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، خو دغه ډله وایي چې دوی یوازې تاوتریخوالی کموي، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي او تر هغه وروسته به په بین الافغاني خبرو کې پر سرتاسري اوربند خبرې کوي.

Tags: featured
Share30Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In