مالیې وزارت ويلي، ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې عملي چارې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه پیل شي.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلي چې د ټاپي پروژې د ځمکو د استملاک قانون مسوده هم چمتو شوې ده.
هغه زیاته کړې: «د دې پروژې عملي کار به د هرات نه د ۲۰۲۰ م کال په لومړیو او یا وروستۍ ربعه کې پیل شي، دا د افغانستان لپاره یو مهم خبر دی، د افغانستان دولت هم خپل چمتووالی نیسي چې څنګه خپل کارونه پیل کړي».
مسجدي ويلي چې د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي د ټاپي ګازو نللیکې پروژې له اجرایوي ريیس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې ویلي، چې د ځمکو استملاک مدیریت د قانون مسوده چمتو شوې او عدلیې وزارت ته لېږل شوې چې ژر به د تصویب لپاره پارلمان ته ولېږل شي.