د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د احتیاطي کوډونو بودجه باید محدوده شي. د افغانستان روڼيا څار بنسټ وایي، چې د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې احتیاطي کوډونو ته ډېرې پیسې په پام کې نیول شوې او ولسي جرګه باید بودجه له تصویب مخکې اصلاح کړي او د احتیاطي کوډونو د پیسو مقدار کم کړي. ددې بنسټ غړي پر حکومت نیوکه کوي او وایي، سره له دې چې افغانستان د پوهنې او فساد سره د مبارزې برخه کې ډیرو لګښتونو ته اړتیا لري خو حکومت د ۱۳۹۹ کال بودجې ډیره برخه نظامي سکتور ته ځانګړې کړې. د یاد بنسټ غړي وايي، چې د مالیې وزارت له لورې احتیاطي کوډونو ته په نظر کې نیول شوې پیسې باید محدودې او په نورو برخو کې ور زیاتې شي.