نړیوال بانک په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده هیله بښوونکې بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د روان کال له پیله تر اوسه د افغانستان په اقتصادي وده کې ۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی او ممکن په نږدې راتلونکې کې یاده کچه ۴ سلنې ته ورسېږي. د یاد بانک په وینا، د افغانستان اقتصادي وده د اصلاحي پروګرامونو په پلې کېدو، د امنیتي وضعیت په ښه کېدو او دغه راز د نړیوالې ټولنې په مرستو پورې اړه لري. د نړیوال بانک له لوري خپور شوی بیان کې د یاد بانګ د رییس له قوله لیکل شوي، که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله اقتصادي وده پراخه وه، خو دغه وده کافي نه ده، لازمه ده چې د افغانانو لپاره د ژوند معیارونو کې ښه والی راشي او فقر کم شي ځکه لا هم تنګ لاسي د خلکو ژوند ګواښي. هغه دغه راز له فساد سره پیاوړې مبارزه د دې چارې د پرمختګ لار بللې او ټینګار کوي چې د پانګونې لپاره باید چاپیریال برابر شي او حکومت دې د فساد ضد مبارزه خپلو لومړیتوبونو کې راولي.