د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بلومبرګ ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالب او امریکایي پلاوي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړې ته سره رسېدلي دي. مجاهد زیاته کړې، دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي دي او له افغانستانه په څلور نیمو میاشتو کې د پنځه زره امریکایي سرتېرو وتل هم د دې هوکړې یوه مهمه برخه ده. د دواړو لوریو ترمنځ مذکرات چې مهم پړاو ته رسېدلي دي له تېرو دریېو ورځو راهیسي د قطر په پلازمېنه دوحه کې روان دي. هغه دا نه دي ویلي چې هوکړه به څه وخت لاسلیک کېږي خو وړاندې تر دې د یادې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې د روانې میاشتې تر پایه به د دواړو لوریو ترمنځ پر تړون لاسلیک وشي. په ورته وخت کې افغان حکومت بیا اوربند د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لومړی شرط بللی دی خو طالبان وایي، د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره تاوتریخوالی کموي اما اوربند یې په پلان کې نشته دی.





























