ډېلي مېل په یوه تازه راپور کې وایي چې د افغانستان د کلو او بانډو اکثریت اوسېدونکي د خپلو کورنیو او ژوند لومړنۍ اړتیاوې له زراعت او مالدارۍ پوره کوي. د سرچینې په خبره روانه وچکالي په راتلونکو کلونو کې زیاتېدونکې ده چې له امله یې ښایي په دغه هېواد کې ستونزې ډېرې شي او ناورین رامنځ ته شي. په مطلب کې راځي چې همدا اوس د افغانستان په ډېری سیمو کې مالداران د خپلو ژوو پلورلو او دغه راز ځمکه وال د کلیو پرېښودلو ته اړ شوي دي. ډيلي مېل دغه راز د نړیوالو معتبرو ادارو له قوله لیکي چې په راتلونکو کلونو کې په افغانستان کې د وچکالۍ د ډېرېدو او دغه راز د هوا د ګرمېدو اټکل شوی دی.