د رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې د چین په مالي ملاتړ جوړ شوی ګواډر بندر فعال شوی دی او چین له پاکستان غوښتي چې افغان پانګه والو ته دې په دې بندر کې د سوداګرۍ او ترانزیت اجازه ورکړل شي. د رسنیو د راپورونو له مخې چینایي چارواکو له پاکستان سره په خبرو کې ویلي چې ددوی یو کمربند یوه لار د سیمه ییز اتصال په موخه رامنځ ته شوې نو ښه به وي چې په سيپېک کې افغانستان هم ورګډ کړل شي. تېر کال افغانستان د چین په دغه پنځو میلیارد ډالري پروژه کې ورګد کړل شو چې له مخې سوداګر له دې لارې کولی شي خپل سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي. په پاکستان کې د چین سفارت ویلي چې دمګړی افغان سوداګر له ګواډر خپل توکي لېږدولی رالېږدولی شي. پاکستان تل په خپلو مهمو بندرونو کې افغان سوداګرو ته خنډونه جوړوي چې اوس یې تازه افغان حکومت چابهار غوره بدیل بولي.