د کابل – کندهار لويي لارې خرابوالي د جنوب لویدیزو ولایتونو اوسېدونکو او پر دې لارې تلونکو مسافرو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي دي. ددې لارې مسافرین او موټر چلوونکي وايي دوی د پلچکونو د خرابوالي په ګډون د ناامنیو او عدم مراقبت له امله پر دې لاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه موټر چلوونکي وايي چې مخکې به یې پر یاده لاره پنځه ساعته مزل کاوه خو اوس د لارې خرابوالي له امله ۱۶ ساعته مزل کوي. دغه لویه لار چې کابل ـ کندهار او زابل ولایتونه سره تړي، د خرابوالي له امله د موټرو له تګ راتګ څخه وتلې ده، د زابل د ولایتي شورا غړي او ددې ولایت اوسېدونکي خبرداری ورکوي که حکومت ورته پاملرنه ونکړي، دا لار به د خلکو او ترافیکو پر مخ وتړي.





























