د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د جګړو له امله تېر کال له درې نیم زره روغتیايي مرکزونو ۱۶۲ يې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند نظامالدین جلیل ویلي چې په ټول افغانستان کې تر یو میلیون زیات وګړي له دې امله اغېزمن شوي دي. د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا او په ډېرو کلیوالي سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک د درملنې لپاره اکثره ګاونډیو هېوادونو ته ځي. د عامې روغتیا وزارت ویلي چې یوازې په ننګرهار کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو، درملو او نورو سهولتونو د نشتوالي له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.





























