ولسمشر غني په سويس کې د اقتصاد نړیوالې غونډې په څنډه کې د المان له لومړۍ وزیر انګلا مېرکل سره کتلي دي. په دې کتنه کې مېرکل د افغانانو په مالکيت او رهبرۍ د سولې پر پروسې ټينګار کړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صديقي وايي چې په دې کتنه کې جرمني د بين الافغاني ډيالوګ ناستې کوربتوب ته هم چمتوالی ښودلی دی. په دې کتنه کې ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې په یوه مناسب وخت کې به دغه هیواد ته سفر وکړي.





























