د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وایي، هیواد یې غواړي په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه بریا ته ورسېږي، ترڅو تل پاتې سوله رامنځته شي. عایشې فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او په وینا یې له پاکستان پرته نور هیڅ هیواد نه غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي. فاروقي ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی. نوموړې زیاته کړې چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی. د هغې په وینا، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.





























