په افغانستان کې دملګرو ملتونو پخواني استازي د ولسمشر غني په ورستیو څرګندونو غبرګون ښودلی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای ایډي وایي، د طالبانو له دریځ ملاتړ نه کوی، خو په قطر کې د دې ډلې د سیاسي مشرانو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي. ولسمشر غني وړمه ورځ په یوه مرکه کې د طالبانو پر مشرانو نیوکې وکړې، چې جنګیالي یې له جګړو ستړي دي، خو مشران یې په دوحه کې درې او څلور مېرمنې لري او په عیش او نوش کې ژوند تېروي. له دې وړاندې وسله والو طالبانو هم د ولسمشر غني څرګندونې ناسمې وبللې.





























