د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو مذاکراتو کې لاهم د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د بحث اساسي برخه ده. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د شته امنیتي تړون له امله امریکا هڅه کوي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتلو ته په مشروط ډول لار هواره کړي. سرچینې وايي، امریکايي لوری همدا راز هڅه کوي د تاوتریخوالي کموالي طرحې موده وغځوي. په ورته مهال پخوانی طالب چارواکی جلال الدین شینواری وايي، چې طالبانو نږدې دوه لسیزې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت له امله جګړه وکړه او ممکن د امریکا دغه وړاندیز رد کړي. نوموړی وایي، چې طالبان په هېڅ صورت چمتو نه دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ومني.





























