ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د زندانونو مدیریت یوې ملکي ادارې ته سپارلی دی. د دې کار موخه په زندانونو او د بندیانو په دوسیو کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي دي. تر اوسه دا چاره نظامي ادارو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تر سره کوله. په فرمان کې ټینګار شوی چې د روزنې پر سالمو ځایونو د زندانونو او څارخونو د بدلولو تر څنګ دې د بندیانو د اقتصادي، ورزشي او اداري اصلاحي کارونو لپاره هم اقدامات وشي. د ولسمشر غني د حکم له مخې راشد توتاخېل د دغې ادارې مشر ټاکل شوی دی. په فرمان کې راغلي چې له نظامي برخې څخه ملکي ادارې ته د لېږد چارې باید تر دریو میاشتو پورې بشپړې او د اصلاحاتو ملي پروګرام باید تر پنځو کلونو پلی شي. اوسمهال د افغانستان په بندخونو کې له ظرفیته څو برابره ډېر بندیان د بند شپې او ورځې تېروي.





























