ښکېل لوري دې په افغانستان کې جګړه ودروي او د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی دې وشي. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې دمګړی د ښکېلو لورو په جګړو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او ددې وخت دی چې د سولې په خبرو کې ارو مرو د جګړې پر درېدو پرېکړه وشي. دغه نړیواله اداره وایي د تاوتریخوالي کمول یوازې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې هېڅ مانا نه لري، ځکه په افغانستان کې د خونړۍ جګړې له لاسه هره ورځ ملکي افغانان وژل کېږي، کډوال کېږي او یا ټپيان کېږي. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې امریکایي ځواکونه، طالبان او افغان ځواکونه ښکېل دي. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ وایي چې په لسو کلونو کې د جګړو له امله سل زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې ۳۴ زره ملکيان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.





























