امریکا د سولې لپاره له طالبانو خپلې غوښتنې ډېرې کړې دي. د سولې خبرو ته نږدې سرچینې وايي امریکا تازه له طالباو غوښتي چې باید اوربند یا د تاوتریخوالي کمول دوامداره وي او دغه راز د سرتېرو ایستل به له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې په خبرو پورې مشروطوي. خبریال او د سولې مسایلو ته نږدې کس سمیع یوسفزي تازه ویلي امریکا له طالبانو خپلې غوښتنې بدلې کړې یا یې ډېرې کړې دي. دده په خبره امریکا وايي د سولې هوکړې لاسلیک ته نه تیارېږي، تر هغه چې تاوتریخوالي کمول یا اوربند دایمي او اوږدمهاله نه وي. تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي وو، چې د امریکا له غوښتنو نور په تنګ شوي دي او دغه هېواد نوي نوي شرطونه دوی ته وړاندې کوي. طالبانو بیا ددغه نوو شرطونو په اړه څه نه دي ویلي.





























