د هلمند د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په قوریو او نرسریو کې څه باندې یو میلیون مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي روزل شوي او په فني او مسلکي توګه وېش ته چمتو شوي دي.
د دغو نیالګیو له ډلې، ۱۲۰ زره یې د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتې ۹۰۰ زره نور هغه یې د دې ادارې تر څار لاندې د خصوصي سکټور له خوا روزل شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو ویلي: «په پام کې ده، چې سږ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ، ځمکهوالو ته له زر تر دوه زره جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شي».
هغه ویلي چې د نويو جوړېدونکو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو قوریو او نرسریو څخه پېرل کېږي او پر بڼوالو به وېشل کېږي.