امریکا په دې لټه کې ده چې طالبان د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته تیار کړي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، سوله د همدې لپاره کېږي چې جګړه ختمه شي. د نوموړې په وینا اوس له همدې امله امریکا په دې لټه کې ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او دوام ته وهڅوي. د ویلز په خبره د افغانستان خلک له جګړو ستړي شوي دي او دوی ددې غوښتونکي دي چې د جګړې په کچه کې محسوس کموالی راشي. د ویلز په خبره خلیلزاد او مذاکراتي ټیم یې پر همدې مسئله له طالبانو سره خبرې کوي. دغه لوړپوړې امریکايي ديپلوماتې په روانه جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او وایي ددوی هڅه دا ده چې نور د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې کچه راټيټه شي.





























