په افغانستان کې د نړیوال بانک چارواکي وايي دوی په دې لټه کې دي چې د سولې پر مهال او تر سولې وروسته افغانستان لپاره نړیوالې مرستې جذب کړي. د سرچینې په خبره افغانستان لا هم په بېلو برخو کې پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او نړیوال بانک له بېلو سرچینو د مرستو او همکاریو د جذب په لټه کې دی. په افغانستان کې ددغه بانک رییس هېنري کېرالي وايي، دوی هیله لري چې د افغانستان د سولې روانې هڅې مثبتې پایلې ولري او په دې توګه په دغه هېواد کې پراخ اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه رامنځ ته شي.