د ناکامورا کورنۍ وایي دوی هیله لري چې افغانستان ته ثبات راشي او دغه هېواد له دایمي پرمختګ برخمن شي. زرګونه جاپانیانو په فوکاوکا ښار کې د ناکامورا له فعالیتونو ستاینه وکړه او د هغه د ژوند او فعالیتونو په اړه په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی و. د ناکامورا کورنۍ وایي تېتسو ناکامورا کلونه په افغانستان کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار کړی و او دوی یې پر کارونو ویاړي. د ناکامورا زوی دغه غونډې ته د وینا پر مهال وویل، دوی هیله لري چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي او دغه هېواد د تل لپاره اباد، سوکاله او با ثباته شي. تېتسو ناکامورا جاپانی ډاکټر و، چې څه موده وړاندې د نامعلومو وسله والو له لوري په جلال اباد ښار کې ووژل شو. هغه په ختیځ کې د عامه تاسیساتو د جوړولو او پراختیا په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي او د خلکو په منځ کې له ځانګړي محبوبیت برخمن و.





























