په چين کې د افغانستان سفارت وایي چې په ووهان کې څلوېښت افغان محصلین شته دي خو تر دې دمه په دغه ناروغۍ نه دي اخته شوي او په وینا یې دوی ته د اړینو تدابیرو سپارښتنه شوې ده. سفارت وایي چې افغان محصلین بهر ته د تګ اجازه نه لري او د حل لارې تر پیدا کېدو به دوی په خپلو هستوګنځایونو کې وي. بلخوا په ووهان کې مېشت افغان محصلین وايي چې کرونا ناروغي په دغه ښار کې د پراختیا په حال کې ده نو افغان حکومت باید دوی امن ځای ته ولېږدوي. دوی د پیغامونو په خپرولو سره ویلي چې حکومت دې ژر تر ژره ددوی غږ واوري او دوی دې وژغوري. ووهان د چین لوی ښار دی او نوی ویروس هم له همدا ښار خور شوی دی.





























