غور کې اعتراض کوونکو په مرکز فیروز کوه کې د ولایت مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې د اعتراض په توګه تړلې دي. دوی وایي، د ۱۳۹۹ کال لپاره بودجه کې لویو لارو او برېښنا برخه کې د دوی اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې او دوی پر دغې موضوع د دولت د بیا غور غوښتونکي دي. د راتلونکي مالي کال پراختیایي بودجه څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لخوا تصویب شوه چې د ډېرو ولایتونو د وګړو له غبرګونونو سره مخ شوه. د غزني ولایت اوسېدونکو هم د ټولنیزو رسنیو له لارې پر یاده بودجه نیوکې کړې دي چې ګوندې پکې یوازې د هزاره مېشتو ولسوالیو لپاره پراختیایي بودجه په پام کې نیول شوې او هغه ولسوالۍ چې له کلونو راهیسي پکې هیڅ پروژه نه ده پلې شوې لا هم د دولت له پامه لوېدلې او راتلونکي کال بودجه کې هم ورته هیڅ پام نه دی شوی. د یادونې ده چې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ هم ویلي وو چې یاده غیر متوازنه بودجه د ارګ او ولسي جرګې تر پټې معاملې وروسته تصویب شوې ده.