د سولې له هڅو سره هممهاله یو ځل بیا په ولایتونو او ولسوالیو کې هوایي بریدونو او جګړو زور اخیستی دی. په دې بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده. تازه په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. د وژل شوو نږدې خپلوان وایي چې حکومت دې دوی ته ځواب ووايي چې ولې او په څه دلیل عام وګړي په نښه کېږي او په لوی لاس د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځ ته کېږي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډېرو نورو افغان سیاستوالو دغه پېښه غندلې ده.
وړمه شپه شاوخوا شپږ بجې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بوکې نومې سیمه کې افغان ځواکونو هوایي بریدونه کړي. په دغو بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي. په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه خټين کورونه ښيي چې د افغان ځواکونو د هوایي برید له امله وېجاړ شوي دي. د افغان ځواکونو دغه برید په ټولنیزو رسنیو او عامو وګړو کې توند غبرګونونه پارولي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، په وژل شوو کې شپږ مېرمنې او یو ماشوم شامل دی. د دوی په خبره، په سیمه کې یې طالبان نشته دي، خو لا هم افغان ځواکونه هلته عملیات کوي او په لوی لاس یې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي.
د وژل شوو یو نږدې خپلوان لعل محمد وايي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او یو ماشوم دی. هغه وايي: «الوتکې راغلې، بمبار یې وکړ او دا خلک یې وژلي دي. خونې یې راغورځولې دي. وژل شوي مو له کنډوالو راوویستل.»
په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خټين کورونه نړېدلي دي، د سیمې خلک په سرو سترګو خپل مړي له کنډوالو راوباسي او د خپلو عزیزان د غم پر ټغر ناست دي. دوی وایي، نه یې له طالبانو سره اړیکه ده او نه هم په دې سیمه کې طالبان شته دي. طالبانو هم ویلي چې د افغان ځواکونو په دې بریدونو کې یې کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او هوايي ځواکونو عام وګړي بمبار کړي دي. په ورته وخت کې افغان حکومت وايي چې د پېښې سیمې ته یې یو پلاوی استولی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په بلخ کې د ملکي کسانو د وژل کېدو او په دې ولایت کې د روانو عملیاتو په اړه وویل: «تر اوسه یې نه تاییدولی او نه هم ردولی شم ؛ ځکه چې موږ ته یې په اړه تر اوسه رپوټ نه دی راغلی. موږ یې په اړه څېړنه کوو.»
د سیمې خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه د مزارشریف ښار ته راوړي وو. دوی له حکومته د عدالت غوښتنه کوله. د ولایتي شورا مخې ته لسګونو اعتراض کوونکو پر حکومت نیوکه وکړه، چې د خلکو د امنیت پر ځای د خلکو وژنه کوي. د دوی په خبره، حکومت دې د دوی ځواب ووايي، عدالت دې تامین کړي، د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري او روانې خونړۍ لړۍ ته دې د پای ټکی کېږدي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې ده. نوموړي پر امریکايي ځواکونو، افغان هوايي ځواکونو او طالبانو غږ کړی چې د عامو افغانانو له وژلو لاس واخلي او روانې جګړې ته د سولې د خبرو پر مټ د پای ټکی کېږدي.
په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي داسې مهال وژل کېږي، چې د بښنې نړیوال سازمان په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ملکي وګړو پر زیاتېدونکې مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې وه. دغه ادارې پر طالبانو غږ کړی و چې باید ارو مرو د سولې په خبرو کې اوربند یا د تاوتریخوالي کمېدل ومني. اېمنستي اينټرنیشنل ویلي، افغانان له بد وضعیته تېرېږي او په دغه هېواد کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شي او ارو مرو د سولې خبرې د جګړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي.





























