د میدان وردګو د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په موخه، سږ کال د دغه ولایت په کچه پنځه زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې ريیس ولید احمد تسل له رسنیو سره په خبره کې ویلي، چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي.
تسل دغه راز زیاته کړې چې یاد فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.
نوموړي ويلي چې دوی هڅه کوي څو له دې لارې په دغه ولایت کې د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي او له بلې خوا د یاد ولایت خلکو ته هم په دې برخه کې کاري زمینې برابرې کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د وردګو د کرنې ریاست په دغه ولایت کې یاد فارمونه پرانیستي وو.