طالبانو ته نږدې سرچینې وایي امریکا تر نهایي شوو مسایلو وروسته طالبانو ته د نوو مواردو وړاندیز کړی دی او له دوی یې غوښتي چې اوربند ته تیار شي او یا د تاوتریخوالي د کمولو موده وغځوي. خو د راپورونو له مخې طالبانو یوازې د لسو ورځو لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه کړې ده. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې له همدې امله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ځنډېږي. ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې دغه هوکړه لاسلیک شي.





























