افغان سیاسیون وایي راتلونکې اونۍ د سولې لپاره یوه واحده طرحه وړاندې کوي. وړمه ورځ افغان سیاستوالو ګډه غونډه کړې وه او په هغه کې یې پرېکړه کړې چې د سولې پروسه به له انحصار خلاصوي او د سولې لپاره به یو واحد دريځ رامنځ ته کوي. د سولې عالي شورا غړی او سیاسي څېره حاجي دین محمد وایي دوی به راتلونکې اونۍ واحد دریځ او طرحه اعلان کړي. دده په خبره ټولو سیاسي جهتونو ته وخت ورکړل شوی چې د سولې د راتګ او مذاکراتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي او د سولې لپاره د یوه واحد ټیم او دریځ پر رامنځ ته کولو هوکړې ته ورسېږي. دغه سیاسیون وايي چې په ارګ کې ځينې ځانګړې کړۍ د سولې مخالفت کوي او د شخصي ګټو په خاطر ددې په لټه کې دي چې د سولې پروسه انحصار کړي.





























