د بهرنيو چارو وزارت وايي د چين په ويروس ځپلي ښار ووهان کې بند پاتې ٦٢ افغانان او محصلين به په نږدې ورځو کې هېواد ته را ولېږدول شي. د چين په ووهان او ځينو نورو ښارونو کې د (کرونا) په نوم وژونکي ويروس له امله تر اوسه ٨٠ کسان مړه او ٢٥٠٠ نور پرې اخته شوي چې د ٣٠٠ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى. د چين حکومت ووهان ښار قرنطين کړى، خلک له کورونو نه شي وتلى او ټول ښار تړل شوى چې له امله يې د دغه ښار په پوهنتونونو کې ٦٢ افغان محصلين هم له جدي ستونزو سره مخ دي. د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی تازه پرېکړه کړې چې ژر به دغه محصلین هېواد ته را ولېږدوي او د لېږدولو لپاره به یې اړین امکانات مشخص کړي.





























