د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي. د راپورونو له مخې د یونما مشر تادامیچي یاممتو ایران ته تللی دی او هلته به په خپل دوه ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما ویلي چې تادامیچي به په سیمه کې پر روان وضعیت هم له ایراني چارواکو سره خبرې اترې ولري. بلخوا سرچینې وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی. سرچینو رسنیو ته ویلي چې نوموړی به په دې سفر کې له افغان چارواکو او ګڼو سیاسیونو سره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه ولري.





























