چین په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یامامتو سره تېره ورځ ناوخته کتلي دي. نوموړي ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د وانګ یو په خبره چین د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي. چین همدا راز ژمنه کړې چې د سولې په نوو پرمختګونو کې به هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي. چین په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری بللی کېږي چې تل یې د سولې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره مرستې او همکارۍ کړې دي.





























