د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت څخه د منظور پښتین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. یادې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي، منظور پښتین د بشري حقونو د تحقق لپاره مدني مبارزه کوله او نیول کېدل یې د ټولو موازینو خلاف عمل دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تېره شپه په پېښور کې د نامعلومو کسانو له لوري نیول شوی دی. د یاد غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، منظور پشتين تېره شپه د پېښور په تهکال سیمه کې نیول شوی دی. که څه هم په لومړیو کې ویل کېدل چې نوموړی د نامعلومو کسانو له لوري تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی خو وروسته معلومه شوه چې پولیسو نیولی او په پېښور کې د پولیسو په یوه تاڼه کې دی.





























