غزني کې د اریانا افغان هوایي شرکت یوې الوتکې نسکورېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي. د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، د اریانا هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې له هرات څخه کابل ته پر لاره وه د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کې رانسکوره شوې ده. د غزني ولایت مقام وایي په نسکوره شوې الوتکه کې ۸۳ کسان سپاره وو خو دا چې مرګ ژوبله به څومره وي په اړه یې معلومات نلري. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د غزني ولایتي شورا د الوتکې نسکورېدل تایید کړي دي خو اریانا افغان هوایي شرکت بیا پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د خپلې الوتکې د نسکورېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې د دوی کومه الوتکه نه ده رانسکوره شوې.





























