د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي چې د «PMS» موسسې په همکارۍ د دغه ولایت ځینې سربندونه او کانالونه جوړېږي.
د دغه ولایت د چارواکو په خبره، د جوړېدونکو سربندونو او کانالونو له ډلې د زېړانیو سربند او کانال او د نهر کریم سربند او کانال د جوړولو په پار لومړنۍ سروې شوې او د رغولو چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
دوی ويلي چې د زېړانیو د سربند کانال ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې یو زر او ۹۰۰ هکټاره نوې کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او دغه راز د نهرکریم سربند او کانال به دوه زره هکټاره نوې کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکو دغه راز زیاته کړې چې یاد سربندونه او کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه نوې کرنیزې ځمکې خړوبې او زرګونه کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي.