په هلمند کې د طالبانو له لوري د یوې الوتکې تر نسکورېدو وروسته، تازه طالبانو په غزني کې د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه په نښه کړې ده. وسله والو طالبانو ویلي چې په دغه الوتکه کې د امریکا د استخباراتي ادارې د جګړې د پلان او ارتباطاتو د برخې کارکوونکي روان وو، چې دوی په نښه کړه. الوتکه په غزني کې نسکوره شوې ده، افغان حکومت هم پېښه تایید کړې، خو وایي چې دغه الوتکه په یوه خصوصي شرکت پورې اړه لري. امریکايي رسنۍ مني چې الوتکه په پوځ پورې اړه لري، خو امریکایي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تازه د افغانستان د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي، خو د جګړې ډګر یو ځل بیا تود شوی دی او داسې پېښې روانې دي چې ښایي د سولې په لار کې خنډ شي. وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې د افغان پوځ یوه قرار دادي چورلکه په نښه کړه. اوس یې تازه په غزني کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا (CIA) د کسانو یوه الوتکه په نښه کړې ده. طالبانو دغه راز ادعا کړې چې په ځينو نورو ولایتونو کې یې هم ډېرې الوتکې په نښه کړې دي.
وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته داسې انځورونه او ویډيوګانې خپرې کړې، چې پکې یوه لوېدلې الوتکه ښکاري. امریکايي رسنۍ وایي، په غزني کې پرېوتې الوتکه د امریکا د هوايي ځواک د جګړې د ډګر د اړیکو د ډلې (E-11A BACN) اړوند ده. د سرچینې په خبره، د الوتکې نښان، سریال نمبر او نور جزیات ښيي، دا د هوايي ځواک د یادې برخې مربوطه الوتکه ده، چې ښايي د کندهار او کابل تر منځ یې الوتنه درلوده.
په لومړي سر کې افغان ځواکونو ټینګار کاوه، چې دا به مسافر وړونکې الوتکه وي، خو وروسته یې وویل، دا د امریکايي پوځ قراردادي الوتکه ده. د غزني ځایي چارواکي تاییدوي چې الوتکه لوېدلې ده، خو وایي، د پېښې سیمې ته یې پلاوی لېږلی دی او ډېر ژر به جزیات له رسنیو سره شریک کړي.
بلخوا وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا الوتکه دوی په نښه کړې ده. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په الوتکه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې کارکوونکي سپاره وو او د جګړې د ډګرونو په اړه یې استخباراتي معلومات ټولول. د ده په خبره، الوتکه دوی په نښه کړې ده او په پېښه کې یې ډېر امریکایي استخباراتي مامورین هم وژلي دي. په اعلامیه کې راځي: «په غزني کې د امریکايي اشغالګرو یوه الوتکه رانسکوره شوه، ډېر لوړ رتبه افسران په کې ووژل شول. له غرمې وروسته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په سدوخېلو سیمه کې د امریکايي اشغالګرو هغه ځانګړې الوتکه را نسکوره شوه، چې د استخباراتي ماموریت لپاره يې په سیمه کې پرواز کاوه.»
طالبان وایي چې په دې پېښه کې یې ډېر استخباراتي مامورین وژلي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. دوی همدا راز په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ځینو الوتکو د غورځولو ادعا کړې ده. مجاهد زیاته کړې: «په وروستیو کې په هلمند، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې ځینې الوتکې او هلیکوپټرې زموږ له خوا را نسکورې شوې دي».
افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي او نه هم امریکايي چارواکو په دې اړه غبرګون ښودلی دی. په رسنیو کې بیا شنونکو او د چارو پوهانو دغه ډول پېښې د خطر زنګ بللی دی. د دوی په خبره، که د الوتکو په نښه کول پیلېږي، د جګړې ډګر تودېږي، د سولې خبرې پایلې ته نه رسېږي، نو دا هر څه د افغانستان د راتلونکې لپاره د خطر زنګ دی او په دې مانا دی چې جګړې به شدیدې شي.





























