ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۷۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو د نړۍ پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید له دوی سره مالي مرسته وکړي او تر څه باندې ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته دوی اړتیا لري. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي پلاوي مشر توبي لینزر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له یې خونړۍ جګړې سره مخ دی، وچکالي او فقر مخ پر زیاتېدو دي، کډوالي ډېره شوې ده نو له همدې امله دوی لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري. لینزر په نږدې ورځو کې بروکسل، لندن، کاناډا او نیویارک ته ځي څو له مرستندویه هېوادونو مالي مرستې راجذب کړي.