د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی بروکسل ته تللی دی. نوموړي هلته د ناټو د متحدو هېوادونو له استازو سره کتلي دي. په ناټو کې د امریکا سفیره مېرمن هاټسن وايي چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي. د نوموړې په خبره دوی د سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو مهمې او ګټورې خبرې کړې دي. هاټسن دغه راز وايي چې د ناټو متحدین په افغانستان کې د امریکا له نظامي او ديپلوماتیک ماموریت ملاتړ کوي. د نوموړې په خبره امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي او دغه راز به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.





























