پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د پنجاب حکومت د میلیونونو انسانو پر ضد؛ تر پښتین وروسته د غورځنګ لسګونه نور غړي هم نیولي

جنوري 29, 2020
in افغانستان
0 0

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زرګونو پښتنو د پاکستان د وروستي اقدام په غبرګون لاریونونه کړي دي. له اروپا نیولې تر امریکا او له اسلام اباد نیولې تر مزارشریف ښار پورې زرګونو افغانانو د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونه کړي دي او د منظور پښتین د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده. له دې سره هممهاله د پاکستان حکومت نه یوازې دا چې ښاغلی پښتین خوشی نه کړ، بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېر نور غړي یې هم نیولي دي. پاکستان وايي، دوی غوښتل په ښارونو کې لاریونونه وکړي او خلک وپاروي.

دری ورځې کېږي چې پاکستاني حکومت په سیمه کې د یوه ستر مدني او ټولنیز حرکت مشر منظور پښتین نیولی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مشر وړمه ورځ پاکستاني حکومت له خپلو څو نورو ملګرو سره ونیو، خو ملګري یې خوشي کړل او په خبره یې، دی به محاکمه کوي. پاکستانی حکومت تور پورې کوي چې منظور پښتین د پاکستان پر اساسي قانون نیوکه کړې ده او هغه یې نیمګړی بللی دی. تېره ورځ د غورځنګ مشرانو پاکستاني حکومت ته د منظور پښتین ضمانت وړاندې کړی، خو محکمې رد کړ او په خبره یې، دی به په دېره اسماعیل خان کې یوه زندان ته بیايي.

د پاکستاني حکومت د دغه اقدام په غبرګون کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غبرګونونه وپارېدل. د سیمې ډېرو سیاستوالو او مشهورو شخصیتونو د پاکستاني حکومت دا کار وغانده. پخواني ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر غني، په پښتونخوا کې ډېرو سیاستوالو او سیاسي بهیرونو د پاکستان پر دغه کار نیوکه وکړه. د بښنې نړیوال سازمان بیا له پاکستان وغوښتل چې ژر تر ژره دې منظور پښتین خوشی کړي. د دې تر څنګ، د بشري حقونو نړیوال سازمان بیا منظور پښتین یو سوله ییز مبارز یاد کړی دی او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چې پر هغه لګېدلي تورونه واخلي او ژر تر ژره یې دې له بند خوشی کړي.

بلخوا د نړۍ په نږدې ۳۰ ښارونو کې د منظور پښتین د خلاصولو په ملاتړ او د پاکستاني حکومت د غندنې په موخه، اعتراضونه وشول او لا روان دي. په اسلام اباد او پېښور کې سخت لاریونونه وشول. د همدې لاریونونو په غبرګون کې پاکستاني حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ او لسګونه نور لاریون کوونکي یو ځای نیولي دي. محسن داوړ په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې د پاکستاني حکومت دغه کار غندلی دی. هغه ویلي: «پاکستانی حکومت د غږ چوپ کولو په لټه کې دی، دوی زموږ غږ نه شي اورېدلی، نو مجبور یو چې پر نورو لارو غور وکړو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، پاکستانی حکومت دې ژر تر ژره د دوی مشر منظور پښتین ازاد کړي. د دغه غورځنګ غړې ثنا اعجاز وایي، د پاکستان عرض او ثبت شوې قضیه بې بنسټه ده، نو په بېلو بهانو دې د ازادۍ غږ نه چوپ کېږي. نوموړې وايي: «منظور پښتین خو د یوه لوی غورځنګ مشر دی، پر قانون خو ان عادي وګړي هم نیوکه کولی شي. هر وګړی حق لري چې د قانون په اړه نظر ورکړي، دا دلیل موجه نه دی، مشر دې ازاد کړل شي».

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریون کوونکو هم پر پاکستاني حکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې منظور پښتین خوشی کړي. دوی دغه راز پر نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو غږ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ واوري او د پاکستان د غیر قانوني او غیر انساني کړنو پر وړاندې اقدامات وکړي.

لاریونونه له کابل، کونړ، جلال اباد، خوست، پکتیکا، کندهار او مزار پيل شوي دي او په نورو ښارونو کې به هم دوام وکړي. په کابل کې لاریون کوونکي وایي چې پاکستانی حکومت د نړیوالو قوانینو پر خلاف د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري او نړیوالو ته پکار ده چې د دغه ظالم او خونخوار رژیم پر وړاندې قانوني اقدامات تر سره کړي.

Tags: featured
Share10Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In