په خوست ولايت کې د نهو جامع جوماتونو د جوړولو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي.
دغه جوماتونه د خوست په نهو ولسواليو عليشېر، نادرشاه کوټ، ګُربز، اسماعيل خېل مندوزي، دوه منده، سپېره، ځاځي ميدان، تڼي او موسی خېلو ولسوالیو کې جوړېږي.
د خوست والي محمدحليم فدايي د دغو جوماتونو د بنسټ ډبرو اېښودو پر مهال ويلي چې پر دغو جوماتونو ټولټال ۱۳۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
د هغه په خبره، دا جوماتونه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختيا د عملياتي او مرستندويې ادارې په مالي لګښت جوړېږي، چې چارې به يې په راتلونکي يوه کال کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړې چې د دغو جوماتونو جوړولو پر مهال به شاوخوا ۱۰ زره مسلکي او غير مسلکي کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
فدايي زياته کړې، دا جوماتونه به د اوبو منظم سيسټم، د اودسونو ځای، تشنابونه او نورې اړينې اسانتیاوې هم ولري او پر يوه وخت به ۹۵۰۰ کسانو ته پکې د لمونځ کولو زمينه برابره شي.