افغانستان ته سولې راوستل ګران دي خو د سولې ساتل بیا تر د هغې هم ګران کار دی. د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې مشر جان سوپکو ویلي د سولې له بهیر سره د اتیا زرو طالبانو یو ځای کول اسانه خبره نه ده. نوموړي د امریکا کانګرس ته د خبرو پر مهال ویلي اتیا زره طالبان به د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي او دوی به ټولنې ته ورګرځي نو دا هرڅه پراخو مالي امکاناتو ته اړتیا لري. دده په خبره په افغانستان کې د سولې راوستل سخت او ګران کار دی، خو تر ټولو سخت کار بیا د سولې ساتل دي. هغه پر امریکا، افغان حکومت او نورو متحدینو غږ کړی چې همکاري ډېره کړي او اختلافونه ختم کړي څو دغه پېچلی وضعیت پای ته ورسېږي. دده په خبره د سولې او تر سولې وروسته وضعیت لپاره هر ګام منظم پلان او دقیق کار ته اړتیا لري. نوموړي د ټرمپ پر حکومت هم غږ کړی چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پیسو باید سخته څارنه وشي او که دا کار و نه شي په دې مانا ده چې ډالر او یورو کابل کې په یوه چوک کې سوځول کېږي.





























