پاکستان د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د راپورونو له مخې نن له سهار راهیسې پاکستاني حکومت ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو له امله به د تورخم دروازه تر نامعلومې مودې تړلې وي. پاکستان داسې مهال دغه دروازه تړي چې د حکومت پر ضد یې په لره او بره پښتونخوا کې پراخ لاریونونه روان دي. بلخوا په تورخم کې افغان امنیتي سرچینو سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې د یوې امنیتي پېښې له امله دغه دروازه تړل شوې ده. دغه سرچینه وایي له نامعلوم لوري په تورخم کې پر پاکستاني پولیسو برید شوی دی چې په پېښه کې څلور پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي. د سرچینې په خبره له همدې امله تر نامعلومې مودې دغه دروازه د پاکستاني عسکرو له لوري تړل شوې ده.





























