د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میرویس ناب سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزو همکاریو خبرې کړې دي. کاملوف ویلي د افغانستان سوله په سیمه کې تر بل هر څه مهمه ده او دوی په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. نوموړی وایي دوی هڅه کوي د بین الافغاني خبرو په پیل او بهیر کې همکاري او مرسته وکړي. ناب هم په دې لیدنه کې ازبکستان د افغانستان ښه ګاونډی یاد کړی دی او په بېلو برخو کې یې ددغه هېواد له همکاریو او حسن نیت مننه کړې ده. ده هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شي او په دې توګه به افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ په ډګر بدل شي.





























