بین الافغاني خبرې د افغان سولې پيل دی. د امریکا د سولې انستیتوت وايي د سولې اصلي خبرې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم پیلېږي او تر هغه پورې روانې خبرې په افغانستان کې د جګړې په کمېدو کې محسوس اغېز نه شي کولی. ددغه انستیتوت د افغانستان د چارو مسوول سکاټ وارډن وایي، ددې تمه شته چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو یا اوربند سره سلا شي، خو د سولې اصلي خبرې د افغانانو ترمنځ له مذاکراتو سره سم پیلېږي. دده په وینا دا مذاکرات ښایي بیا ډېر اوږده شي او دواړه لوري اوږدې ناندرۍ ولري. وارډن دغه راز هیله څرګنده کړې چې طالبان او امریکا ژر هوکړې ته ورسېږي او بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.





























