قطر وایي د افغانستان د سولې او اقتصادي ودې په برخه کې همکاري کوي. د قطر د بهرنیو چارو او اوقافو وزیرانو په جلا جلا توګه له افغان سفیر سره کتلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. په ورته وخت کې د قطر د اوقافو وزیر بیا ژمنه کړې چې افغان زده کوونکو ته به د قطر هېواد د بورسیو په برابرولو کې همکاري کوي. په قطر کې د افغانستان سفارت وایي چې قطر به ډېر ژر افغان سوداګرو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي او تر څنګ به یې په نږدې راتلونکو کې د افغان دیني عالمانو لپاره د قطر هېواد له لوري ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي.





























