په کابل کې د امریکا سفارت د شکایتونو پر کمیسیون غږ کړی چې خپلې چارې په پوره شفافه توګه مخ ته یوسي. په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ولسن وایي افغانان شفافې پایلې ته په تمه دي او کمیسیون باید خپلې چارې په پوره شفافیت مخ ته یوسي. د ولسن په وینا دوی د کمیسیون له چارو ملاتړ کوي او ددې تمه لري چې په پوره شفافیت سره د افغانانو رایو ته په درناوي خپله پرېکړه اعلان کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي وو، چې په پنځلسو ورځو کې به خپلې چارې بشپړې کړي او پایلې به یې له ټاکنو کمیسیون سره شریکې کړي، خو تر اوسه په دې کار نه دی بریالی شوی. څارونکي بنسټونه او نوماندان د پایلو په اعلان کې ځنډ د هېواد په ګټه نه بولي.





























